اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) چین كښې د پاکستان سفیر مسعود خالد و??يلي دي د پاکستان او چین ملګرتيا نړۍ لپاره يو مثال دے٬ كلتور٬ ژبه او د مذهب نه پرته د دواړو هېوادونو اولس يو بل سره د و??ورولۍ اړيكې لري٬ دواړه هېوادونه په هر موسم كښې په ازمائيلې شوې ستراتېژكې شراكت دارۍ تر مخ?? مرسته لري۔ ۔ د ګل په ورځ د جاري شوي خبر پاڼې له مخې پاكستاني سفير دا خبرې د چين په داتونګ شانسے ښار كښې پبلك ريلېشن اېسوسي اېشن او د چائنا آرټ فوټو ګرافي سوسائټي د داتونګ حكومت پ?? مرسته د فوټو ګرافي كلتور نندارتون پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع پاكستاني سفير د داتونګ سلك ر??ټ او د پاك چين ترمېنځه په كلتوري رابطو د داتونګ په خاص اهميت رڼا واچوله۔ ده ووئيل دواړه اړخونه د سوداګرو او زده كوٶنكو تر مېنځ?? مرسته زياتولو لپاره كار كوي ۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د كلتوري او سېلګرۍ د روابطو زياتولو د وړاندېز هركلے وكړو۔په دې موقع پ?? هانګ كانګ كښې د پاكستان قونصل جنرل عبدالقادر مېمن هم موجود ٶ