جدہ ۔ 23 ا??ست (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی به سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان السعود سره په رامخې ته كېدونكي سيمه ايز او نړيوال جيوسټرټيجك صورتحال د خيالاتو څرګندونه كوي۔ خا??جه وزير خواجه محمد آصف او د خزانې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار هم په يوه ورځنۍ دوره كښې وزيراعظم سره ملګري دي۔ وزيراعظم به سعودي لارښود سره د دوه اړخيزه اړيكو پراخا چارو هم جاج اخلي۔ د خا??جه دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه دواړه ل??رښود به د شريكې خوښی په چارو خبرې كوي۔ دې څخه وړاندې جدې ته په رسېدو د مكې دوهم ګورنر شهزاده عبد الله بن بندر بن عبد العزيز وزيراعظم ته تود هركلې اووې۔ د وزارت عظمیٰ منصب سنبالولو څخه وروستو دا د شاهد خاقان عباسي اولنۍ بهرنۍ سركاري دوره ده۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی به دوهم خادم الحرمېن الشریفېن او ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان السعود سره ملاقات كوي او روضه رسول ته به هم ځي۔ د خا??جه دفتر ترمخه شاه سلمان بن عبد العزيز السعود دا مهال په نجي دوره هېواد څخه بهر دے۔ بيان كښې وئيلي شوي د وزيراعظم دا دوره د دوو مهمو اسلامي هېوادونو ترمينځه د غوره اړيكو ع??اسي كوي